د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوې رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو
د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال له خوا د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د خوست ولایت مقام د دفتر رئيس محترم قاري رحمت الله او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د شمل- خرم سیندیزې فرعی حوزې نوي رئيس په رښتینولۍ سره د چارو د پرمخ وړلو ژمنه وکړه.
ښاغلي ثابت پر افغانستان باندې د آمریکایانو د یرغل پر وخت د پکتیا ولایت د ولایتي کمیسیون د غړي په توګه او له فتحې وروسته، د پکتیا ولایت د امنیه قومانداني د پلان او اوپراسیون د عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
