د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د غني خیلو ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
Sun, Jul 23 2023 2:54 PM
1

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي د غني خیلو ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل او د یادې ولسوالي د اوسیدونکو د اوبو کمښت ستونزې په هکله یې بحث او د اندونو تبادل وکړه.

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس یادو قومي مشرانو سره د همکاري ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه مصرف څخه باید ډډه وشي.

همدارنګه، د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پچیراګام او چپرهار په ولسوالیو کې د 9 کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو اقتصادي او تخنیکي سروې ترسره کړه.

User account menu