د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Aug 01 2023 12:03 PM
1

 

دغه ناسته د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" تر مشرې لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې،  د برېښنا انرژي خدمتونو د غوره تنظیم او مدیریت لپاره د بېلابېلو تخنیکي او اداري موضوعاتو ، په دغه سکتور کې د پانګونې د جلبولو او جذبولو او د هېواد په سطحه د انرژي سرچینو په پام کې نیولو سره  د تعرفې د ټاکلو په موخه د هر اړخیز پلان د چمتو کولو د طرحې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د ناستې په بهیر کې د انرژي سکتور د پراختیا ارزښت ته اشاره وکړه او له ټولو رئيسانو او اړوندو مسؤلینو څخه یې و غوښتل چې په دې برخه کې په جدیت او اخلاص سره هڅه وکړي، ترڅو د انرژي سکتور د پراختیا د پنځه کلن پلان د پلي کولو لپاره اغېزمن او مثبت ګامونه واخیستل شي.

User account menu