د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالي ته د برېښنا رسونې د پروژې په موخه د شمال عمومي سیندیزې حوزې د انرژي کمېټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Aug 03 2023 11:01 AM
1

دغه ناسته د یادې کمېټې د رئيس محترم احمد ولي سنګر، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د بلخ مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د نوموړي ولایت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې دولت آباد ولسوالي ته د برېښنا رسونې پروژې، د نوې کېدو وړ انرژي له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د اغېزمنتیا او چمتوکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په دې برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu