پکتیکا ولایت کې د ۱۵ پروژو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Sat, Aug 26 2023 12:12 PM
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالي کې د ۱۵ پروژو ( استنادي دیوالونو، چکډمونو، ترینچونو او د کاریزونو پاکاري) د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.

د دغو پروژو چارې چې د یو سلو اویا زره او اووه سوه(۱۷۰۷۰۰) آمریکایي ډالرو په ارزښت د نارویژن موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده او چارې یې ۹۰ سلنه پرمخ تللي دي.

ټاکل شوې ده چې نوموړې پروژې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu