په پروان ولایت کې د خپل سرو څاګانو د کېندلو په هکله د پوهاوي ورکولو ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Aug 28 2023 4:57 PM
1

دغه ناسته د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو له خوا د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د نوموړې ولسوالي د استازو، قومي مشرانو، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر آمریت د استازو او د جبل السراج د علماو شورا د رئیس په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د خپل سرو څاګانو کېندلو او ځمکې لاندې اوبو څخه د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د ژورو څاګانو د کېندلو لپاره د اجازه لیک د اخیستلو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.

User account menu