د اوبو او انرژي وزارت د اداري ریاست له خوا د وزارت د انګړ د پاکاري په موخه عمومی حشر ترسره شو
د اوبو او انرژي وزارت اداري رئيس محترم مفتي حکمت الله جمال د دغه عمومي حشر د پر لاره اچولو موخه د وزارت د انګړ پاکاري وبلله.
د اوبو او انرژي وزارت اداري رئيس د دغه عمومي حشر د پر لاره اچولو پر مهال د پاک چاپېریال اهمیت ته اشاره وکړه او د اداري ریاست له ټولو کارمندانو څخه يې وغوښتل چې د خیر په دغه کار کې برخه واخلي.
