په تخار ولایت کې د ګبیوني ډکو چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Tue, Sep 12 2023 9:09 AM
1

د تخار ولایت په جوی شیخ کلي کې د ګبیوني ډکو چارې چې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د تالقان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

یاده پروژه د څلور سوه او یو څلوېښت زره (441000) آمریکایي ډالرو په ارزښت قرارداد شوی او د چارو په بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu