په پروان ولایت کې د ۳۴ کړیو څیړنیزو او څارنیزو څاه ګانو سروې ترسره شوه

mew-admin
Tue, Sep 12 2023 3:11 PM
1

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ریاست د رئیس انجنیر مجیب الرحمن حبیبي تر مشري لاندي، د پروان ولایت د جبل السراج، سیدخیل، بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو په مرکزونو کې د ۳۴ کړیو څیړنیزو او څارنیزو څاه ګانو سروې ترسره کړه او د ځمکې لاندې اوبو د ګټه اخیستلو څارنیزې شبکې یې هم جوړې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړو څارنیزو شبکو د جوړولو موخه د ځمکې لاندې اوبو د کیفیت او د دیسچارچ او ریچارچ د اندازې تحلیل او ارزونه ده.

User account menu