یوه چینایي شرکت د یوه کورني شرکت په ملتیا د انرژي په تولید کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Wed, Sep 13 2023 2:30 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملاعبداللطیف منصور د چین هېواد د چیندو شرکت له استازي او د هریرود ودانیز شرکت له استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو استازو په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا ستاینه وکړه او د وزارت تخنیکي ټیم ته یې دنده وسپارله چې د نوموړو شرکتونو له تخنیکي ټیم سره  په ګډه د لمریزې برېښنا د تولید د پانګونې چارې ژر تر ژره پیل کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پانګونې د چارو پر چټکتیا او د عملي چارو پر پیل باندې ټینګار وکړ.

User account menu