د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د ښار جوړونې او مسکن وزارت له پلاوي سره وکتل

mew-admin
Thu, Sep 21 2023 10:01 AM
1

د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت د ښار جوړونې او مسکن وزارت له پلاوي سره وکتل او د ښاري ماسټر پلان په برخه کې یوې پوښتن پاڼې ته چې پکې د پنج آمو سیندیزې حوزې د راتلونکو پلانونو اړوند معلومات غوښتل شوې دي، د ځواب ورکولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي حاجي حکمت له ياد پلاوي سره ژمنه وکړه، چې نوموړې پوښتن پاڼې ته به په ټاکلې وخت کې ځواب ورکړل شي.

User account menu