دکنړ ولایت د وټه پور ولسوالي د لودم کانال د دویم فاز پروژې له روانو چارو څخه څارنه وشوه
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د وټه پور ولسوالي د لودم کانال د دویم فاز پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې پکې ۴۲۲ تنو ته د کار زمنیه چمتو شوې ده.
