د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کابل له مرستیال والي سره وکتل

mew-admin
Thu, Sep 28 2023 8:41 AM
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب او د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز د کابل له مرستیال والي محترم ملا محمد یونس مخلص سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کابل ښار د اوبو د کمښت او په دې برخه کې د شته ستونزو د هوارولو  په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د تر لاس لاندې طرحو او پلانونو د لا ښه پلي کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu