لغمان ولایت کې د نېږدې ۱۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Thu, Oct 12 2023 11:10 AM
1

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو شپږ پروژې د نېږدې ۱۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره د ۶۵۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه چمتو شوې او چارې یې د نهه میاشتو په موده کې بشپړې شوې او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

User account menu