د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د لوګر له والي سره وکتل

mew-admin
Sat, Oct 14 2023 2:08 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د لوګر له والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني سره وکتل

په دغه لیدنه کې، په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د لوګر والي د اوبو او انرژي پروژو پلي کولو ته د هغه ولایت د خلکو اړتیاوي او ستونزې د اوبو له محترم معین سره شریکې کړې او هغه ولایت ته د وزارت د رهبري مقام د پاملرني غوښتونکی شو.

د اوبو محترم معین د لوګر والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو  په برخه کې لوګر ولایت ته اړینه پاملرنه وشي.

User account menu