د اوبو او انرژي وزارت او د افغان بیارغونې بیوروي موسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د افغان بیارغونې بیوروي موسسې له رئيس محترم انجنیر ابراهیم حیدري سره په سیندیزو حوزو کې د څښاک اوبو د ذخیرو د پروژو د پلي کولو په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو ښاغلي معین د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري له هر ملي او نړیوال بنسټ څخه چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې اغېزمن او مثبت ګامونه پورته کوي، هر کلی کوي او له هغوی سره همکاري کوي، ترڅو وتوانیږي له دغې لارې د خلکو ستونزې هوارې او د څښاک اوبو ته د هغوی د لاسرسي زمینه چمتو کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به نوموړې موسسه د بلخ ولایت په کشنده ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د څښاک صحي اوبو پروژه پلي کړي.
