د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مسؤلینو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Oct 19 2023 11:16 AM
1

دغه ناسته د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال،د کابل سیندیزې عمومي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر روح الله مایار، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس محترم پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د اوبو سرچینو او چاپېریال ساتنې پوهنځيو رئيسانو او یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د لاسلیک شوې تفاهم نامې د غوره پلي کولو ، د دواړو ادارو ترمنځ  د اوبو د مدیریت او تنظیم په برخه کې د ښې همغږۍ ، د پولي تخنیک پوهنتون په سیمه کې د باران اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د جذبې څاګانو د کېندلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د کابل سیندیزې حوزې عمومې رئیس په دغه ناسته کې د یادې حوزې اړوند په ځانګړې توګه د کابل په ښار او شاوخوا سیمو کې په تېرو دوو کلونو کې  د ترسره شوو چارو او لاسته راوړنو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل  او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په سیمه کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته په کتو د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

User account menu