د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس د فاریاب ولایت اندخوی، دولت آباد او شیرین تګاب ولسوالیو ته سفر وکړ

mew-admin
Thu, Oct 26 2023 12:16 PM
1

د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت اندخوی، دولت آباد او شیرین تګاب ولسوالیو ته سفر وکړ او د نوموړو ولسوالیو له ځایې مسئولینو سره یې د ژورو او نیمه ژورو خپل سرو څاه ګانو د کیندلو د مخنیوي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د یادې سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دولت آباد ولسوالي اړوند د پته بابا او دولت آباد استیشنونو او په شیرین تګاب ولسوالي کې د یو شمیر روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

User account menu