په زابل ولایت کې د توري بند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Sat, Oct 28 2023 2:25 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي حمیدالله دلاور د زابل ولایت مرکز اړوند د توري بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند چارې د اوبو او انرژي وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده او د چارو په بشپړېدو سره به یې د برېښنا د تولید او د یاد ولایت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه ترې ګټه واخیستل شي.

User account menu