په کاپیسا ولایت کې د دریو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Sat, Oct 28 2023 3:04 PM
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ادیزایې کانال پروژې او د میره خیلو او بهلول خیلو د څنډو د ګبیونې تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ایدیزایې کانال پروژې چارې 60 سلنه، د میره خیلو پروژې چارې 70 سلنه او د بهلول خیلو پروژې چارې 30 سلنه پرمخ وړل شوې دي، چې چارې یې د اف، اې، او دفتر په مالي ملاتړ د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.

User account menu