ډېر ژر به د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په میدان وردګ ولایت کې د کوچینیو بندونو د جوړولو چارې پيل شي

mew-admin
Sat, Oct 28 2023 3:34 PM
1

ډېر ژر به د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په میدان وردګ ولایت کې د کوچینیو بندونو د جوړولو چارې پيل شي

د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم د سید شیرازي او راشد رشید قراردادي شرکتونو سره په یوه ناسته کې چې د نوموړې حوزې تخنیکي کارمندانو هم ګډون درلود ویلي، چې ډېر ژر به دافغانستان د اسلامي امارت له بودجې څخه د میدان وردګ ولایت په نرخ، جلریز، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د اوولس میلیونه، یو سلو اته څلوېښت زره، اووه سوه او شپږ پنځوس (۱۷۱۴۸۷۵۶) افغانیو په ارزښت د کوچینیو بندونو د جوړولو چارې پيل شي.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړي او د سیلابونو د کنټرول په برخه کې ستر رول ولوبوي.

User account menu