په سمنګان ولایت کې د یوه چکډم د جوړولو چارې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د رباتک کلي د بچه درې چکډم د جوړولو چارې د دوه میلیونه پنځه سوه څلور څلوېښت زره او شپږ سوه شپیته(۲۵۴۴۶۶۰) افغانیو په ارزښت د سمنګان مرستیال والي محترم ملا دادخدا خادم، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محمد عمر انس او یو شمېر مخورو په شتون کې پيل شوې.
د دغې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس په ښه کیفیت او چټکتیا سره د دغه چکډم د چارو په پرمخ وړلو باندې ټینګار وکړ.
د یادونې وړده، چې دغه چکډم د ۶۶۳۲ متره مکعب اوبو په ذخیره کولو سره د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه جوړېږي.
