میدان وردګ ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پيل شوې

mew-admin
Tue, Nov 14 2023 9:15 AM
1

د میدان وردګ ولایت په نرخ،چک، سیدآباد، جغتو او جلریز ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه ذخیروي بندونو د جوړولو چارې د میدان وردګ والي محترم قاري بختیار معاذ، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دغه ذخیروي بندونه د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړېږي او په جوړېدو سره به یې ۲۲ زره متره مکعب اوبه ذخیره شي.

د دغو پروژو چارې د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت د میدان وردګ ولایت په نوموړو ولسوالیو کې پلي کېږي.

User account menu