د اوبو او انرژي سرپرست وزیر نن د ایران د برېښنایي توکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
Wed, Nov 15 2023 9:00 AM
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې نن په تهران کې له هغه نندارتون څخه لیدنه وکړه،چې په هغه کې د ایراني شرکتونو له خوا توليد شوي د برېښنا مصنوعات نندارې ته اېښودل شوي وو.

دغه راز  له یاد نندارتون څخه  د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژی سرپرست وزیر تر څنګ د پاکستان، عراق او ترکمنستان د انرژي وزیرانو او سفیرانو او په زرګونو ایراني او بهرنیو هیوادونو اتباعو  هم لیدنه وکړه او د ایراني تولیداتو ستاینه یې وکړه .

یاده دې وي چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوی یې دا وخت له ایراني چارواکو سره له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تړون د غځولو او تعرفې په هکله د خبرو اترو لپاره د یاد هیواد په سفر بوخت دی.

User account menu