د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له رئیس سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له رئیس انجنیر کاوه خروش سره وکتل او د کابل-پنجشیر پروژې د چارو پرمخ وړلو په موخه د پنجشیر سیند په اوږدو کې د پل صیاد او ګلبهار تنګې څخه د ساحوي تستونو اخیستلو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
