د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزارت د تفتیش ریاست له کفیل او وارسي کوونکي سره وکتل

MEW-Media
Mon, Dec 18 2023 2:41 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت په داسي حال کې چې د آمو سیند د څنډو د تحکيماتو رئيس محترم مولوي سيد غلام مشواڼي هم شتون درلود د اوبو او انرژي وزارت د تفتیش ریاست له کفیل او وارسي کوونکي محترم ملا اختر محمد نصرت او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي نصرت د خپل سفر په هکله اړین معلومات د پنج آمو سیندیزې حوزې له عمومي رئیس سره شریک کړل او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس هم ورته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu