فاریاب ولایت کې د څلورو کانالونو د پروژو چارې مخ پر بشپړېدو دي

mew-admin
Tue, Dec 19 2023 2:19 PM
1

 د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو په فاریاب ولایت کې د تورپاختو، اونجلاد، امام صاحب او قزلقول کانالونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د تورپاختو کانال چارې۸۰ سلنه، د اونجلاد کانال چارې ۹۵ سلنه، د امام صاحب کانال چارې ۸۰ سلنه او د قزلقول کانال چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دی.

User account menu