د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه له والي سره د هغه ولایت د پروژو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین "رهبر" سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د پرمختګ او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د یو شمېر نورو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د فراه والي د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې د بخش آباد بند پروژه تل د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځاي درلودلی او همدارنګه د ۱۲ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید پروژه چې شپږ میګاواټه یې د مرکز او پاتې نور یې د سرحدي ولسوالیو لپاره په پام کې نیول شوې ده په راتلونکي کې به د شبکې له پراختیا سره پلي شي.
