بغلان ولایت کې د لرخوابي کانال او د اوبو د پمپ سټیشن تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Mon, Feb 05 2024 2:43 PM
1

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام په لارښوونه د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالي کې د لرخوابي کانال او  د اوبو د پمپ سټیشن تخنیکي سروې د هغوی د بیارغورنې په موخه ترسره کړه.

د نوموړي کانال په بیارغونې سره به څه باندې ۱۶ زره جریبه ځمکه خړوبه او څه باندې ۹ زره کورنۍ به ورڅخه برخمني شي او د اوبو لګولو په برخه کې به  د نوموړي سیمې د اوسیدونکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

User account menu