په ننګرهار ولایت کې د یو کانال او سربند لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
Tue, Feb 06 2024 2:45 PM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې ساحوي مدیر، انجنیر محمد نعیم شینواری او د پي ام اس موسسې مسئولینو او ورسره مل تخنیکي ټیم په مهمندرې ولسوالي کې د ګردي غوث څخه تر ډکي سیمې پورې د یو کانال او سربند د جوړولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د ننګرهار سیندیزې حوزې مسئولینو د پي ام اس موسسې سره د ډکي سیمې د اوسیدونکو ستونزې شریکې کړې وې او د نوموړې موسسې مسئولینو هم په یاده سیمه کې د کانال او سربند د جوړولو ډاډ ورکړ.

User account menu