د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یوناما دفتر له مسؤلینو سره وکتل
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یوناما دفتر له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې یې د دوو اړخیزو همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې د خپلو کاري برنامو په هکله د یوناما دفتر مسؤلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې یې د نوموړي دفتر د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د یوناما دفتر مسؤلینو په دغه لیدنه کې د اوبو سرچینو د هر اړخیز مدیریت په برخه کې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره د همکاري ژمنه وکړه.
د دغې لیدنې په پای کې د لازیاتو دوو اړخیزو همکاریو او همغږیو په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.
