لوګر ولایت کې د زرغون شهر کانال تخنیکي سروې ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یو این ایف اې او موسسې د انجنیرانو په ګډه همکاري سره د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د زرغون شهر کانال تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړي کانال تخنیکي سروې د ۳ کیلو متره په اوږدوالي سره ترسره شوه او د ډيزاین چارې یې د نوموړې موسسې له لوري د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تر کنټرول او څارنې لاندې ترسره کېږي او په جوړېدو سره به یې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي.