د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د ډې اې آی موسسې له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
Mon, Feb 12 2024 11:32 AM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د ډې اې آی موسسې له مسؤلینو سره وکتل او د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د پاکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د نوموړې موسسې مسؤلینو د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د پاکاري په هکله لېوالتیا وښوده.

په ورته مهال، د نوموړې حوزې عمومي رئيس د دغې موسسې مسؤلینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د چارو په پيلیدو سره به څلور سوه کسانو ته د کار زمینه چمتو شي.

User account menu