د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون ۳ نمبر چکډم د کیندلو پر مهال یو ډله ییز قبر وموندل شو

mew-admin
Tue, Feb 13 2024 1:48 PM
1

د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رهبري په یاد ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون ۳ نمبر چکډم د کیندلو پر مهال د موندل شوي ډله ییز قبر څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي ډله ییز قبر څخه د لسګونو مړو هډوکي را ایستل شوي دي، چې پاتې مراسم به یې وروسته ترسره شي.

د نوموړي چکډم د جوړولو چارې د قراردادي شرکت له لوري د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر چتر لاندې پر مخ وړل کیږي، چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

User account menu