خوست ولایت کې د څلورو چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Feb 14 2024 2:00 PM
1

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خوست ولایت په دوه منده او صبریو ولسوالیو کې د انارباغ، باک غونډ میلې، ځاځي میدان، الګاډي شیخانو او څپري چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د خوست ولایت په باک ولسوالي کې د چنارګي چکډم سروې هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده، چې د څپري، الګاډي شیخانو، انار باغ او د باک غونډ میلې چکډمونو چارې په ترتیب سره ۷۵، ۷۰، ۳۲ او ۱۲ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu