د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د پروژې د پاکاري چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
Sat, Feb 17 2024 3:02 PM
1

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د پروژې د پاکاري چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د ډې اې آی موسسې عمومي رئيس محترم محمد داود امین زي، د چهار درې مرستیال ولسوال محترم هجرت الله خبیب او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

ښاغلي حاجي حکمت د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د هغې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په دغه پروژه کې تر ۴۰۰ زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او ټینګار یې وکړ، چې چارې یې باید په ټاکلي وخت سره پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې چارې د ډې اې آی موسسې په مالي ملاتړ د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي سره ترسره کېږي.

User account menu