غزني ولایت کې د احمد بابا د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د یرګتو په سیمه کې د احمد بابا د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د دوه میلیونه، درې سوه شپږ دېرش زره او درې سوه نهه وېشت ( ۲،۳۳۶،۳۲۹) افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو د ذخیره کولو دغه کوچنی بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یوه خصوصي شرکت له لوري د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي، د موسمې سیلابونو د کنټرول او د چاپیریال د ښکلا په موخه جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.
