کندز ولایت کې د ۴ کانالونو لپاره میرآب باشان وټاکل شول

mew-admin
Sun, Feb 25 2024 4:15 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د یوې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې یو شمېر سیمه ایزو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د کندز ولایت د علي آباد ولسوالي د ۴ کانالونو لپاره میرآب باشان وټاکل.

ښاغلي حاجي حکمت په دغه غونډه کې د میرآب باشانو د کړنلارې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او له نوي ټاکل شوو میرآب باشانو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

User account menu