د سلما بند په سیمه کې د نټ ورک شبکه تنظیم شوه او دوې کامرې ولګول شوې

mew-admin
Mon, Feb 26 2024 4:37 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ټکنالوژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه وزارت د رهبري مقام د لارښوونې پر بنسټ د سلما بند په سیمه کې د نټ ورک شبکه تنظیم کړه او دوې کامرې یې په آزمایښتې توګه ولګولې او په آنلاین ډول د وزارت له مرکز سره ونښلول شوې.

د دغه وزارت د ټکنالوژي ریاست په پام کې لري چې د هېواد ستر بندونه سروې کړي، ترڅو نوموړې بندونه د لرې لارې د وزارت په مرکز کې کنټرول شي.

User account menu