پروان ولایت کې د ۱۰ کړیو کرنیزو او څښاک اوبو څاګانو څخه څارنه وشوه
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پروان ولایت په مرکز او بګرام او سید خېلو ولسوالیو کې د ۱۰ کړیو کرنیزو او څښاک اوبو څاګانو څخه څارنه وکړه.
د نوموړې حوزې مسؤلینو د څاګانو مالکینو ته لارښوونه وکړه، چې د څاګانو د کېندنې چارې د ځمکې لاندې اوبو د کړنلارې سره سم د هایدروجیولوجیکي تخنیکي راپورونو په پام کې نیولو سره پرمخ یوسي.