په لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو ضایعاتو د مخنیوي او د اوبو ټولنو د مسؤلیتونو په هکله یو ورځنی سمینار ترسره شو

په دغه یو ورځني سمینار کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده ، یو شمېر سیمه ییزو رئيسانو، د مرکز او ولسوالیو د اوبو ټولنو رئيسانو، مرستیالانو، میرابانو او قومي مشرانو ګډون درلود.
ښاغلي آخندزاده د دغه سمینار په پيل کې د اوبو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او له قومي مشرانو او د اوبو ټولنو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په هکله له دغې حوزې سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د نوموړې حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي او د اوبو چارو د تنظیم آمر محترم انجنیر نظام الدین د جلا جلا پرزنټیشنونو په ترڅ کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي، عامه پوهاوي، د اوبو ټولنو د دندو او د غړو د مسؤلیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.
همدغه راز، د دغه سمینار په پای کې د وړاندې شوو موضوعاتو په هکله آزاد بحث وشو او د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول.