د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس په یاد ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له استازي سره وکتل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح په یاد ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له استازي انجنير محمد قيوم سليمانزي او مل پلاوي سره وکتل او د پکتيا ولايت لپاره د ياد سازمان له لوري د پلان شويو پروژو د غوره او اغيزمنه پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په ورته مهال د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د ياد سازمان له فعاليتونو مننه وکړه او د اوبو د مديريت په برخه کې یې د لازیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.