په غزني ولایت کې د خشکک کاریز د چکډم د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په آب بند ولسوالي کې د خشکک کاریز د چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه، چې د نوموړي چکډم د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي او د چارو د لاغوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په غزني ولایت کې د ۸ چکډمونو د جوړولو چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې، د یاد ولایت په ۴ ولسوالیو کې د ۴ چکډمونو د جوړولو چارې څه باندې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او په ۳ نورو ولسوالیو کې د سړې هوا له کبله چارې یې ځنډول شوې دي.