د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اف، اې، او موسسې له مسئولینو سره وکتل
د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د اف، اې، او موسسې له مسئولینو سره وکتل او په یاد ولایت کې د یو شمیر کانالونو او سربندونو د بیارغونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړې موسسې مسئولینو ته د کانالونو او سربندونو د بیارغونې په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
