د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 18 2024 12:32 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او متخصصینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د یو شمیر مهمو موضوعاتو لکه، د اسلامي امارت کابینې په 17 ګڼه مصوبه کې ددغه وزارت د فعالیتونو اړوند پریکړو د غوره پلي کولو، د کابل ښار د آبریزو او ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د اوبو سکتور اړوند یو شمیر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین د ناستې غړو د معلوماتو او اندونو تر اورېدو وروسته، د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu