د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه وزارت د څېړنیزو لابراتوارونو وضعیت له نږدې وڅېړه

mew-admin
Sat, Apr 20 2024 2:06 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د څېړنیزو لابراتوارونو وضعیت له نږدې وڅېړه او د هغوی د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې  وکړې.

د دغې لیدنې پرمهال، د اوبو سرچینو د پروژو د څېړنو او لابراتوارونو ریاست مسؤلینو او کارپوهانو د لابراتوارونو د ګټې اخیستنې په هکله معلومات وړاندې کړل او خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه یې د وزارت له رهبري مقام سره شریک کړل.

اوسمهال د اوبو او انرژي په وزارت کې  د اوبو د کیفیت، ودانیزو توکو، جیوتخنیک او د خاورې میخانیک په برخه کې څلور لابراتوارونه فعال دي چې له هغوی څخه د اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي آزمایښتونو او همدارنګه د وزارت په پروژو کې د اګریکاټ، سمنټو او کانکریت د ټسټ کولو لپاره عملاً  ورڅخه ګټه پورته کېږي.

User account menu