پکتیکا ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د ګومل پکتیکا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زرغون شهر ولسوالي کې د زیړه کلي چکډم او د سروبي ولسوالي د ایزایې سورګل کلي چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د قرارداد پر بنسټ د نوموړو چکډمونو د چارو ترسره کولو په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، د زیړه کلي چکډم د څه باندې 3 میلیونه افغانیو او د ایزایې سورګل کلي چکډم د شاوخوا 4 میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره جوړیږي.