د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Apr 30 2024 2:38 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هېواد د شته برېښنا سیسټم د پراختیا او بدلون په هکله د رئيسانو او سلاکارانو د طرحو، پلانونو او اندونو، په غور ولایت کې د برېښنا رسونې په پروژه کې د پانګونې، د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې د خصوصي شرکتونو فعالیتونو،  د بدخشان انرژي شرکت له لوري د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې مطالعاتو د امکان سنجي او یو شمېر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین د رئيسانو او کارپوهانو د راپورونو او اندونو تر اورېدلو وروسته، د اړینو تصمیمونو د نیولو ترڅنګ د چارو پر لا چټکتیا او غوره ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu