د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت مرکز او ولسوالیو له اوبو میرانو او د اوبو تنظیم ساحوي مدیرانو سره وکتل

mew-admin
Tue, Apr 30 2024 3:16 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت مرکز او ولسوالیو له اوبو میرانو او د اوبو د تنظیم ساحوي مدیرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د اوبو میرانو او د اوبو تنظیم ساحوي مدیرانو په خپلو کاري سیمو کې د موسمي بارانونو او اوښتو زیانونو په هکله خپل ګزارشونه وړاندې کړل.

د دغې کتنې په پای کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اوبو میرانو او ساحوي مدیرانو ته د سیلابونو زیانونو د مخنیوي په موخه د کانالونو د پاک کاري، بیړنیو پروژو د پلي کولو او نورو اړینو تدابیرو نیولو په هکله اړینې سپارښتنې وکړې

User account menu