د ارزګان ولایت یو شمېر قومي مشرانو د اوبو له معین سره په لیدنه کې د سرتنګي د اوبو زېرمه کولو بند د جوړولو غوښتنه وکړه

mew-admin
Mon, May 06 2024 11:12 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو د سرتنګي په سیمه کې د اوبو زېرمه کولو بند د جوړولو غوښتنه کړه.

د اوبو محترم معین په دغه لیدنه کې د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو ته وویل، چې په نوموړي سیمه کې د اوبو زېرمه کولو بند جوړول به د تخنیکي پروسو مراحلو له طی کولو وروسته په پلان کې شامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د خاص ارزګان ولسوالي د سرتنګي د اوبو زیرمه کولو بند لومړنۍ سروې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ترسره شوې ده.

User account menu